د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د احصائیې راټولولو د مېتودونو په اړه مسلکي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۴۵
fsd

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د کابل ولایت په ۱۴ ګونو ولسوالیو کې د مدارسو، ښوونځیو او د سواد زده کړې کورسونو ۶۸۴ تنو آمرینو او مسئولینو ته د ښوونکو، زده کوونکو او نورو اړینو معلوماتو اړوند د احصائیې راټولولو مسلکي سیمینار د پغمان ولسوالۍ په پوهنې آمریت انګړ کې پرانیست.

په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین سربېره، د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، مسئولینو، د احصائیې او معلوماتو ریاست کارپوهانو هم ګډون درلود.

په پيل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د دغه ډول سیمینارونو د جوړولو اړتیا او اغېز ته په اشارې سره وویل: د یاد سیمینار اساسي موخې د دقیقې احصائیې په تړاو د ښوونیزو بنسټونو د مسئولینو د کاري وړتیاوو لوړول، ګډون والو ته د مسئولینو، استادانو او زده کوونکو په اړه د معلوماتو راټولولو د نویو طریقو ښودل او آمرینو سره د احصائیې په فارمټونو کې د رامنځته شویو بدلونونو په اړه د نویو معلوماتو شریکول دي.

همدارنګه نوموړي د دقیقې احصائیې او معلوماتو په راټولولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دقیقه احصائیه په پرېکړو کې مهم رول لوبوي او په چاروکې د روڼتیا، د سرچینو د بې ځایه مصرف څخه د مخنیوي او په چارو کې د پرمختګ سبب ګرځي.

ورپسې د معلوماتو او احصائیې ریاست یو شمېر مسئولینو او کارپوهانو هم د موضوع په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او له ګډون والو یې وغوښتل، چې د دغه سیمینار له علمي او مسلکي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

مراسم د ټاکل شوې آجنډا سره سم د کارپوهانو له خوا په پرېزنټېشنونو سره پیل شول او ټاکل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په سرپل ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې رغنیزې چارې پیل شوې

د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ اړوند د مرکزي دارالعلوم ودانیزې چارې، د یاد ولایت پوهنې چارواکو له خوا په رسمي ډول پیل شوې.

دغه تعلیمي پروژه چې د یاد ولایت معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۸
Background image

د بامیان ولایت ښوونځیو لپاره د درسي موادو وېش پروسه پیل شوه

د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې له خوا د ۲۵ مېلیونه ۷۶۲ زره ۲۷۴ افغانیو په لګښت د درسي توکو وېش لړۍ په رسمي ډول د بامیان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي او پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د پوهنې آتشې په خیبر پښتونخوا کې د ښوونیزو مرکزونو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

د بهرنیو تعلیمي ادارو لپاره د پوهنې وزارت د پلانونو د یوې برخې په توګه د پوهنې آتشې، د خیبر پښتونخوا په شپږو تعلیمي زونونو (پېښور، اکوړه، کوهاټ، هریپور، مردان او میاولي) کې د مدارسو او. . .

BACK TO NEWS