د کابل ولایت د میربچهکوټ ولسوالۍ د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولایت د میربچهکوټ ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه نېټه د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د لړم میاشتې په ۶مه نېټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د میربچهخان نمبر ٢ لېسې لوبډلې د ګذر هلکانو لېسې لوبډلې ته د ۶ پر ۱ پایلې ورکولو سره ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو د پاى په مراسمو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو، د ښوونځیو د استازو، آمرینو او استادانو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ جامونه، مډالونه، ستاینلیکونه او سپورټي ډالۍ ووېشل شوې.
