د کابل ولایت د پوهنې رئیس د نوموړي ولایت د ولسوالیو مدیرانو ته ورو پیژندل شو.

د کابل ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالحق د نوموړي ولایت د ولسوالیو مدیرانو ته ددې ولایت دتعليمي مسئول په توګه وروپیژندل شو.
په هغه غونډه کې چې په دې اړه د کابل ولایت د پوهنې ریاست په مقر کې جوړه شوې وه محترم مولوی عبدالحکیم همت، مولوی عبدالحکیم حمدي، محترم ډاکترنظرمحمد عرفان، محترم مولوي صدرالدین سعد، محترم مولوي عبدالقدوس، محترم مولوي عالم ګل حقا ني، په ګډون د نوموړي ریاست اړوند د ولسوالیو د پوهنې مدیرانو ګدون کړی وو.
غونډه دقاري صاحب عبدالرحمن لخوا دڅو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په لومړي سر کې مولوي عالم ګل حقا ني خبرې وکړې او آزادی په اړه یې ګډون والوته مبارکي وویله زیاته یې کړه ډیر د خوشحالۍ احساس کوم چې وروسته له یو ویشت کلونو د دنیا هغه ښامار چې ډیر په غرور او کبر دې هیواد ته راغلی وو د پاک الله (ج)په نصرت بیرته په ډیر ذلت له دې هیواد څخه وایستل شو محترم حقا نی زیاته کړه د الله(ج) شکر دی چې زموږ مجاهدین په دې وتوانیدل چې د دنیا یو ډير ستر زبرځواک یې په ګونډو کړ.
حقا ني زیاته کړه هر څوک چې په هر ځای کې کار کوي لومړی ترهر څه باید په خپل ځان کې تقوا پیدا کړي که چیرې له چا سره تقوا وي په دنیا او آخرت کې به کامیاب وي هغه له مدیرانو وغوښتل چې د رتبې لپاره کار ونه کړي دا هیواد جوړول غواړي دا کار هله شونی دی چې ټول مټې سره راونغاړو په یوه همغږۍ سره د هیواد بچیانو او ملت لپاره د ښه خدمت مصدر وګرځو.
هغه وویل اسلامي امارت ټولو هغه کسانو ته چې مخکې له دې له هر چا سره کار کړی وود عفوي فرمان صادر کړی دی که پرون زموږ سره په جنګ کې وو خو نن دې زموږ سره اوږه په اوږه د وطن د آبادۍ لپاره کاروکړي وروسته مولوي عبدالحکیم حمدي د موضوع په اړه خبرې وکړې وویل:موږ او تاسو د وطن د بچیانو د خدمت لپاره موظف شوي یو تر څو د وطن درد ته دوا شو محترم حمدي دمدیرانو د زحماتو څخه قدرداني وکړه پخوانۍ کومې هڅې چې د معارف د ودې په برخه شوې ډیرې کمې او ناچیزه وګڼلې له ښوونکو او مسئولینو یې وغوښتل چې د هیواد بچیان په اسلامي او افغاني روحیه وروزي ورپسې محترم عبدالحکیم همت هم خبرې وکړې وویل: جهاد اصغر ختم شو اوس جهاد اکبر شروع شوی دی محترم همت د معارف دری رکنونو ته په اشارې سره وویل: استاد زده کوونکي ته د معنوي پلارحیثیت لري نو استاد ته ښایي چې په اسلامي عقیده سمبال وي او زده کوونکي په اسلامي او افغاني روحیه وروزي که موږ د پردیو هیوادونود کلتور تر اغیزې لاندې راشو دا به مو له خپلو زده کوونکوسره سترخیانت کړی وي سر له نن څخه خیالي ښوونکي خیالي صنف خیالي کارمند د منلو او زغملو نه دی.
محترم همت زیاته کړه: زده کوونکي ستاسو سره یو امانت نو هڅه وکړئ چې خپل علم په ډیره ښه توګه زده کوونکو ته ور انتقال کړئ محترم همت د نصاب په اړه وویل موږ په موجوده نصاب کې هیڅ کوم انتقاد نه لرو خو د اصلاحاتو په اړه به ېې اسلامي امارت کوټلي ګامونه واخلي تر څو داسې یو نصاب جوړ کړو چې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سره سیالي وکړي همت صاحب د عصري او دیني علومو په اړه زیاته کړه: ا.ا.ا به دواړه علومو ته یو شانته پاملرنه کوي وروسته محترم مولوی عبدالقدوس د اسلام د مبارک دین په رڼا کې هر اړخیزه وینا وکړه او له مسئولینویې وغوښتل چې په ټولګیو کې د زده کوونکو اسلامي او افغاني عقایدو ته جدي پاملرنه وکړي په پای کې محترم مولوی حضرت بلال د مدیرانو په استازي توب خبرې وکړي د نوموړي د ټولو مدیرانو لخوا یې ډاډ څرګند کړچې د ا.ا.ا د طرحو او برنامو څخه به په کلکه ملاتړ کوي.