د کابل ولایت پوهنې ریاست کې «د ساینس ستوري» سیالیو غوره زده‌کوونکي وستایل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۱۳
زظطزطظ

 د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري، په یوه پرتمینه غونډه کې «د ساینس ستوري» سیالیو غوره زده‌کوونکي د ډالیو په ورکولو وویاړل شول.
په یاده غونډه کې، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د کابل ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب، ګڼ شمېر مسئولینو، د زده‌کوونکو کورنیو او نورو مېلمنو ګډون درلود.
ویناوالو د اسلامي علومو ترڅنګ د ساینسي علومو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او زده‌کوونکي یې وهڅول چې د دیني علومو ترڅنګ په ساینسي علومو کې هم جدي کوښښ وکړي.
د مراسمو په پای کې، د مسئولینو له لوري غوره زده‌کوونکي په ډالیو او ستاینلیکونو وستایل شول، چې د لومړي تر درېیم مقام پورې «ساینس ستوري» ترلاسه کوونکو ته لپ‌ټاپونه، د څلورم او پنځم مقام ترلاسه کوونکو ته آیپډونه او نورو ګډون‌والو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS