د کابل ښار د پوهنې ریاست کې کاري غونډه جوړه شوه
د پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار د پوهنې ریاست اړوند اداري او لارښودي غونډه د کابل ښارد پوهنې رئیس ډاکټر احمد ضمیر ګوارا په مشرۍ جوړه شوه، چې په یادې غونډې کې د ریاست مرستیالانو، د تعلیمی حوزو امرینو، د تعلیمي نظارت غړو او د ښوونځیو مدیرانو ګډون در لود.
په دې ناستې کې، د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د پیل لپاره چمتووالی ، پرمختګونو ، ستونزو او حل لاروپه اړه هراړخیز بحثونه وشول او په دې هکله د وړاندیز شوي پلان له مخې کار ترسره شو او اړینه لارښوونه وشوه.
همدارنګه په لاندې ځانګړو مواردو باندې هر اړخیز بحث وشو او لازمې پریکړې په پام کې ونیول شوې:
- په ۱۳۹۹ کال کې د کابل د پوهنې ریاست د پرمختګونو ارزونه او کتنه.
- د HRMIS بشري سرچینو لپاره د مدیریت سیسټم غوره کول.
- د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د ۱۳۹۹ کال د آزموینې اخیستو لپاره چمتووالی .
- د ښوونځیو د شوراګانو د فعالیتونو پیاوړي کول او د خلکو د همکارۍ جلبول.
- د ښوونځیو ستونزې او اړتیاوې پوره کول.
- په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د موخو په اړه د معلوماتو چمتو کول.
- د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو د لا ښه کیدو لپاره د عملیاتي پلانونو تنظیمول.
د غونډې په پای کې ، د یادو برخو مسؤلینو څخه وغوښتل شول چې د نننۍ ناستې د پریکړو په پلي کولو کې جدي هڅې وکړي.
