د کابل ښار ښوونځیو ته د راستنو شویو کډوالو ۳۰۰ تنه ماشومان جذب شول
د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، د راستنو شویو کډوالو له ۳۰۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیبالله صاحبزاده، په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې زدهکوونکي د زدهکړو دوام ته وهڅول او ویې ویل: ښوونه او روزنه دواړه یو له بل سره تړلي دي؛ اړینه ده، چې د دغو دواړو ترلاسه کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړو، تر څو د همدې لارې هېواد او خلکو ته زیاتې لاسته راوړنې او ویاړونه په برخه کړو.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښار پوهنې ریاست تر دې وړاندې په ۱۸ پړاوونو کې له ۵۰۸۰ تنو راستنو شویو هېوادوالو څخه ازموینه اخیستې او هغوی یې د وړتیا له مخې د اړوندو ښوونځیو په مناسبو ټولګیو کې شامل کړي دي.
