د کابل ښار ښوونکو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۲۹
\ظطظ\ط

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د ياد رياست د رٸيس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په حضور کې، د کابل ښار ښوونکو لپاره یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه.
د برنامې په پیل کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مقام او اهمیت په هکله خپل علمي مطالب له ګډونوالو سره شریک کړل او د یادو دیني اصولو پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
دغه راز، یو شمېر نورو ښوونکو هم د سالمې ښوونې او روزنې په بهیر کې د ښوونکي د مسوولیت او اغېزناک رول، د نبوي سیرت او صورت د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه تفصيلي خبرې وکړې او یاد موضوعات یې له علمي او دیني اړخ څخه تشرېح کړل.
ویناوالو زیاته کړه، چې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول، د ښو اخلاقو پیاوړتیا او په ورځنیو دندو کې د اخلاص، امانتدارۍ، نظم او مسوولیت‌پالنې رعایتول د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي او د سالم ښوونیز چاپېریال په رامنځته کولو کې بنسټیز اهمیت لري.
په پای کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ولایتي چارو د همغږۍ مسوول محترم مولوي بسم الله حسان د خپلې وینا پرمهال وویل، چې ښوونکی د ټولنې د ځوان نسل د سالمې ښوونې او روزنې تر ټولو ستر مسووليت پر غاړه لري او لازمه ده چې د زده‌کوونکو د فکري، اخلاقي او شخصيتي ودې په برخه کې هراړخيزه هڅه وکړي٠

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS