د کتاب راټولولو کمپاین

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۷:۲۸
کمپاین جمع آوری کتاب

پوهنې وزارت، کابل: د کابل ولایت پوهنې ریاست او د ښوونځیو چارو د مدیریت شوراګانو د لارښوونې په اساس ، د کتابونو راټولولو کمپاین ، د (پوهې کمپاین) تر عنوان لاندې د کابل ولایت څوارلسو ولسوالیو کې د ښوونځيو په کچه پیل شو.

د دې کمپاین موخه په ښوونځیو کې د تعلیم پیاوړتیا او د مطالعې فرهنګ دودول دي، څو ښوونکي او زده کوونکي نويو مطالعاتي سرچینو ته لاسرسی ومومي.

په دغه کمپاین کې، د کابل ولایت په بیلابیلو ښوونځیو کې (۱۶۴۴۹۶) ټوکه کتابونه راټول شوي، چې له دې جملې څخه (۸۶۳۵۰) ټوکه کتابونه د ماشومانو ملاتړ موسسې او (۱۸۰۰۰) ټوکه د یونیسف ادارې له لوري ورکړل شوي دي چې په نږدې راتلونکي کې به د ښوونځیو زده کوونکو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست اړوند د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپاره د ۲۳۰ عرادې موټرسایکلونو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو فوټسال سیالۍ د اماني لیسې په سپورټي جمنازیوم کې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار د ۲۸ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اماني لېسې په سپورټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له خوا د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او. . .

BACK TO NEWS