د کندهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۵
د کندهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د کندهار ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي تر خپل کنترول لاندې له آمرینو او مديرانو سره غونډه وکړه او د دې رياست د تشکيلاتي جوړښت، د ښوونکو د معاشونو د عملي کولو او د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو کې د مامورينو د دندو پر څرنګوالي يې خبري وکړې.
نوموړي په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست مسؤلینو یې یووالي ته راوبلل او په برخه کې یې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
له بلې خوا د غونډې ګډونوالو هم خبرې وکړې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د پوهنې له رئیس سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د پورته میوند ولسوالۍ د پوهنې آمر د دغه آمریت اړوندو سیمو کې د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه او له هغوی سره یې د کلنۍ ازموینو د ترسره کولو او په دې برخه کې د عدالت او شفافیت پر راوستلو یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د معیاري پوښتنو ترتیب، د محرومو زده کوونکو رابرسېره کول او د بېړنیو پایلو ترتیبول د دې غونډې په اجنډا کې شامل وو.

د کندهار ولایت د جهادي مدرسې درسونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، دیني عالمانو او د سیمه ییزو ادارو د ملکي او نظامي ادارو د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پیل شول.
 د پوهنې رئیس زده کوونکو ته د درسونو د پیل د مبارکۍ ترڅنګ  د ا . ا په فتحه کې د دیني مدارسو رول مهم او اغېزمن وباله.

د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو او د دیني مدارسو له مسؤلینو سره ناسته وکړه او د زده کوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستو په باب یې ورسره خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د زده کوونکو د لیاقت پر اساس دې نمرې ورکړي.
له بلې خوا د ښوونځيو او مدارسو مسؤلينو د خپلو ستونزو د وړاندې کولو په ترڅ کې وغوښتل ترڅو ستونزو ته یې رسیده ګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS