د ګرمسیرو سیمو ښوونځیو د تعلیمي کال د پیل په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه!
لکه څرنګه چې په جريان کې ياستئ، د معمول سره سم د ګرموسيمو ښوونځيو تعليمي کال بايد د سنبلې مياشتې په ۱۵ نېټه پيل شي، په همدې موخه د پوهنې ټولو ولايتي رياستونو ته په لاندې توګه لارښوونه کېږي:
۱- د ګرمو سيمو ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو او د رسمي مدرسو لومړنۍ دوره (له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې) دې د محرم مياشتې په ۲۸ نېټه چې د وږي میاشتې له ۱۵ نېټې سره سمون لری پيل کړي.
۲- د پوهنې رياستونو ټول ښوونکي او اړونده کار کوونکي مکلف دي چې خپلو دندو ته حاضر شي.
۳- د رياست، ولسواليو/ حوزو او ښوونځيو مسوولين مکلف دي چې ټولو زده کوونکو ته خبر ورکړي ترڅو ښوونځيو ته په پوره ډاډ سره حاضرشي.
د ولايتونو د پوهنې رياستونه مکلف دي، چې پورتنيو لارښونو ته په پام د دولتي او خصوصي ښوونځيو او مدرسو د پيل په هکله اړين ګامونه پورته کړي.