سنگ تهداب یک باب مدرسه دینی در ولایت غزنی گذاشته شد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۳۱
85

د پوهنې وزارت له لوري، د غزني ولایت مرکز اړوند په لغاري کلي کې د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني وويل: د عمر فاروق (رضی الله عنه) د مدرسې ودانۍ چې ۴ درسي خونې، د پاکو اوبو څاه او مناسبه فضاء لري، د یو تن معارف دوسته شخص له لوري په دوه جرېبه ځمکه کې جوړېږي.

نوموړي څرګنده کړه، د یادې پروژې ټول لګښت ٢،٥ ميليونه افغانۍ دى، چې د غزني د پوهنې د مينه والو له مرستو څخه تموېلیږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د غزني ولایت له خلکو سره د دوی د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې د مرستو او ملاتړ له امله مننه او خوښي څرګندوي.

د یادولو وړ ده، چې دغه مدرسه به په یو وخت کې د ۲۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت ولري.

ديني علماوو او يو شمېر نورو ويناوالو هم د اسلام له نظره د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د پوهنې وزارت او د غزني ولايت د پوهنې رياست له پروګرامونو او پلانونو يې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه هم د پوهنې په برخه کې د خلکو د مرستو هرکلی کړی او ستاینه یې کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS