له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۱:۱۳

پکتیکا:
 د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس مولوي میرزا علي خان سعید او ورسره مل پلاوي یې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین له معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق سره وکتل.
په دې کتنه کې نوموړي په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې خپلې لاسته راوړنې او شته ستونزې شریکې کړې، چې د معین له خوا یې ستاینه وشوه او د ستونزو په حل کې یې د مرستو ژمنه وکړه.
سمنګان
د سمنګان ولایت د خرم ولسوالۍ د پوهنې آمر ملا شجاع الدین حمیدي د حضرت نعمان لېسې له ازموینو څخه لیدنه وکړه.
بدخشان:
د بدخشان ولایت د پوهنې مالي او اداري آمر او د پوهنې ریاست سرپرست عبدالهادي هادي د دې ولایت له دریو مرکزي لیسو څخه لیدنه وکړه ترڅو د ښوونکو تدریسي بهیر، د زده کوونکو حاضري وڅاري، او په دې پوه شي، چې د یادو لیسو مسوولین او ښوونکي څنګه په خپلو ښوونځیو کې د کلنیو ازموینو د پیل لپاره چمتو شوي دي.

لغمان:
د ACDO موسسې د لغمان ولایت د الینګار د پوهنې آمریت له مسوولینو سره په همغږۍ د دې ولسوالۍ د پنځو سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو تدریسي چارې وڅارلې او د یادو ټولګیو پر زده کوونکو یې کتابچې او ښوونیزې توکي ووېشلې.
کابل:
د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ د پوهنې د څارنې ټیم غړو د دشت سقاو، نونیاز او قلعه اسلم په کلیو کې د پوهنې د ۸ سیمه ییزو ټولګیو د اداري او تدریسي چارو د ارزونې پرمهال هدایت ورکړ، ترڅو هغه زده کوونکي چې عمرونه یې د ښوونځي شاملېدو ته برابر وي. عمومي ښووینزو ښوونځیو ته دې وسپارل شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS