له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو انعکاس
![78](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-21_at_11.12.31_am.jpeg)
تخار
د تخار ولایت پوهنې ریاست د ياد ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو او مدارسو له ۷۰۰ تنو زده کوونکو څخه د ا/مارت پېژندنې آزموینه واخيسته.
کابل
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني د یو پلان شوي پروګرام په ترڅ کې، د شپاړسمې ناحیې اړوند د یو شمېر ښوونځیو له ښوونیزو او اداري کړنو څخه څارنه وکړه او د ښوونيزو چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
لغمان
د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د ياد ولايت اليشنګ ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو او مدارسو اداري او تدريسي اسنادو د کتلو پر مهال، د هغوى تعليمي کچه و ارزوله.
تخار
له پوهنې د ملاتړ ائتلاف د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته د حفظ الصحې په اړه د پوهاوي یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.
د پوهنې مسئولينو د يادې ادارې له همکاريو مننه او قدرداني وکړه.