له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډيز

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۱۴
14

ننګرهار

د ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د کمبو عالي لېسې بیارغونې چارې پیل شوې.

یاده پروژه چې پکې د ښوونځي د خونو، دروازو، دېوالونو او ځينو ويجاړ شويو برخو ترميمول شامل دي، مالي لګښت یې د ياد ولايت پوهنې رياست له بوديجې څخه ورکول کېږي.

د ننګرهار پوهنې رياست مسئولین وايي: په نیږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د يو شمېر نورو ښوونځيو بيارغونې چارې هم پيل کړي.

کندهار

د کندهار ولایت مرکز اړوند د اسلامي زده کړو په بنسټونو کې د ۹ زره خالي بستونو ډکولو په موخه، د آزموینې اخیستلو بهیر د یاد ریاست له لوري پیل شو؛ تر څو وړ کسان د دغه ولايت په ديني مدارسو کې د استادانو په توګه وګماري.

هلمند

د پوهنې په برخه کې یوه همکار بنسټ، د هلمند ولایت ښوونځیو او مدارسو د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د ۲۱۵ ښوونیزو کڅوړو مرسته وکړه.

د هلمند پوهنې رياست له ياد همکار بنسټ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ښوونځيو زده کوونکو ته به مرسته شوې کڅوړې په شفاف ډول ووېشي.

بلخ

د بلخ ولايت پوهنې رياست د ۵ خالي بستونو ډکولو په موخه، له ۲۳ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخيسته، ټاکل شوې بریالي کسان په یادو بستونو کې د خدماتي کارکوونکو په توګه وګمارل شي.

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني په یو رسمي سفر قرباغ ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو اداري، ښوونیز او کلنیو آزموینو بهیر یې له نیږدې وارزاوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS