له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۱:۳۸
rtyui

بادغیس:
د بادغیس والي عبدالصمد جاوېد په داسې حال کې چې د دغه ولایت د پوهنې رئیس او مشرتابه هم ورسره وو، د دغه ولایت په مرکز کې د قرقیطو د سرچشمې د هلکانو لېسې ته لاړل او د دې ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره یې وکتلې.
د بادغیس والي د پوهنې د ستونزو د حل په برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهنې د پرمختګ لپاره له پوهنې ریاست سره مرسته وکړي.
خوست:
په دې وروستيو کې مولوي عبدالمنان د خوست ولايت د ښوونکو د روزنې د آمر په توګه په دنده وګمارل شو او د دغه ولايت د پوهنې د ريس له خوا کارکوونکو او ښوونکو ته ور وپېژندل شو.
پکتیکا:
د پکتیکا ولايت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر د شکایتونو مسوولینو د دغه ولايت د پوهنې له رياست څخه ليدنه وكړه او د شرعي احکامو پر عملي كولو يې ټينګار وكړ.
کابل:
د چهار اسياب ولسوالۍ د تعلیمي څارنې مسوولينو د دې ولسوالۍ په اونيزه غونډه کې د ګډون تر څنګ د يونيسف موسسې له انجنيرۍ ډلې سره وکتل او د دې ولسوالۍ د نعیم کلي، شهید ملالۍ، نګهت سعیدي او د خیرآباد د نجونو د تعمیراتو د کارونو د بیاځلي د پیلېدو غوښتنه وکړه.
کابل:
دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې د څارنې آمریت غړو په دريو جلا،جلا ډلو کې د دغې ولسوالۍ د تودو سيمو د ښوونځيو د څلورنیم مياشتنیو ازموينو له بهیر څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS