له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ راپورونه

غزني
د لوړو زده کړو وزارت کانکور آزموینې د تنظیم کمیټې، د غزني ولایت له مرستیال، پوهنې رئیس او مشرتابه سره د یوې ناستې په ترڅ کې، د سږني کال د کانکور آزموینې پوښتنې، د غزني ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې.
د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني، له يادې کمېټې سره د پوهنې رياست د همکارۍ او له يادې پروسې سره یې د ۳۴۹۴ کسانو، ګډون کولو ډاډ ورکړ.
سمنگان
د سمنګانو ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني، د یاد ولايت جهادي مدرسې اداري، تدريسي او ليليې څانګو څخه څارنه وکړه او له مسئولينو يې وغوښتل، چې د یادې مدرسې په اداري، تدريسي ، او د زده کونکو لپاره د خوړو د نظم او دسپلين په برخه کې هلې ځلې وکړي.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر، په مشرۍ څارنې پلاوي د اشترلي ولسوالۍ له کورګه سفلی نارینه وو لېسې څخه څارنه وکړه او د ښوونکو ستونزې يې وڅېړلې.
یاد پلاوي د ښوونکو او زده کوونکو د والدینو ستونزې هم واوریدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
بلخ
د بلخ ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل تر څارنې لاندې جوړه شوه، چې پکې یې د یاد ریاست کړنې، وړاندیزونه ، ستونزې او د پوهنې ریاست د اړتیاوو پوره کول تر بحث لاندې ونیول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
کابل
د کابل ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني، د یاد ریاست له مرکزي څانګو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د یادو څانګو نظم او دسپلین، کاري اجراآت او یو شمېر نور اړین موضوعات له نیږدې وکتل او د مامورینو او مراجعینو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.