له ولایاتو څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۰:۵۴
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د پکتیکا ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه

بلخ:
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او د دغه ولایت والي مولوي محمد داوود مزمل د هېواد د پوهنې له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله اغا سره د پوهنې د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې خبرې وکړې. او همدا ډول د دیني او عصري زده کړو، د ښوونځیو او مدارسو ترمنځ د مرستو پر پیاوړتیا او ترمنځ یې همغږي رامنځ ته کول، د مدارسو او ښوونځیو پر ښوونیز نصاب او د پوهنې د کیفیت د لوړولو په اړه خبرې وشوې.
 د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل د پوهنې د کیفیت پر ښه والي او د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د دغه ولايت مشرتابه ژمنه وکړه چې په بلخ ولايت کې د ښوونیزو مرکزونو د پراختيا لپاره به له هيڅ راز مرستو څخه ډډه ونه کړي.
نورستان:
په نورستان ولایت کې د ثمر موسسې مسوولینو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې د خپلو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې په نورستان ولایت کې د دغې موسسې د پروګرامونو او فعالیتونو د پراخیدو اعلان وکړ.
 ښاغلي مطمین د هر ډول مرستو د ژمنې ترڅنګ په خپل ولایت کې د یادې ادارې له ښوونیزو خدمتونو څخه مننه وکړه.
کندهار:
په کندهار ولایت کې د ACDO موسسې د دغه ولایت د ۳۲ ښوونځیو ښوونکو ته لس ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ او د دغه پروګرام په پای کې یې پر ګډونوالو د فارغیدو سندونه ووېشل.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس د دې ادارې له مسوولینو څخه مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د دغه سیمینار له موادو او محتوا څخه په خپلو ورځنیو چارو کې ښه ګټه پورته کړي.
میدان وردک:
د وزارت د اړتیا او پرېکړې پر بنسټ، مولوي عبدالقدیر مخلص د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو د آمر په توګه وټاکل شو او د دغه ریاست د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي مطیع له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
نیمروز:
د نيمروز ولايت د سيستان د هلکانو د لېسې د زده کوونکو د علمي سياليو په دوام په ياده لېسه کې د اسلامي زده کړو په برخه کې له نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده کوونکو لپاره علمي سيالي ترسره شوه او د دې سيالۍ ګټونکي دوه زده کوونکي، چې علمي نوښتونه یې کړي وو د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS