له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۲:۲۶
خبرهای ریاست های معارف ولایات

هرات:
د هرات ولايت د پوهنې د مسوولينو او دولتي چارواکو په شتون کې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې له هغو زده کوونکو څخه ستاینه وشوه، چې په عمومي کانکور کې یې لوړې نمرې  اخیستې دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریس مولوي شهاب الدین ثاقب د مبارکۍ او خوښۍ د څرګندولو پر مهال وویل، چې د زده کوونکو هڅې، د تدریس د نویو میتودونو پلي کول او د زده کوونکو ذوق په کانکور عمومي ازموینه کې د دوی د بریالیتوب مهم لاملونه دي.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ۳۵ کارکوونکو ته انلاین ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.
 په دغه ښوونیز ورکشاپ کې؛ د عملیاتي، میاشتني، درې میاشتني او د کلني پلانونو د جوړولو لارې چارې کارکوونکو ته تدریس شول.
همدارنګه:
د حضرت عمر فاروق (رض) خیریه بنسټ د لوګر په پادخواب ولسوالۍ کې د روغنی لېسې لپاره د څښاک د اوبو یوه حلقه څاه وکیندل شوه، چې ۳۰ متره ژوره ده او د دې لېسې د ښوونکو او زرو زده کوونکو اړتیا یې پوره کړې او د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې یې مرسته کړې ده. .
همدا ډول:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت د پرېکړې په پایله کې مولوي عزت الله د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د دارالعلوم محمدي د نوي آمر په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ.
دایکندي:
قاري عنایت الله سحر د دغه ولایت د مالي او اداري ریس  حاجي طالب له خوا او د یاد ولایت د پوهنې رئیس مفتي رحمت الله مدثر د دایکندي د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو د آمر په توګه کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
لغمان
د لغمان ولایت د پوهنې ریس مولوي شاه جهان ساجد د ترکریو منځنۍ ښوونځي اداري او تدریسي چارې مثبتې وارزولې.
همدارنګه:
 د دغه ولایت د مرکز ښار او قرغېو ولسوالۍ ښوونځي د پوهنې د څارنې د غړو له خوا وڅېړل شول او اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS