له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۵:۱۹
فشرده چند خبر از فعالیت های ریاست های معارف ولایات

ارزګان

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د پرېکړې له مخې مولوي شمس الله کامران اخندزاده د اروزګان ولایت د پوهنې د رئیس په توګه وټاکل شو او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په ياده غونډه کې د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولينو، د ولایت مرستیال د مرکز او ولسواليو استازو او د دغه ولايت د يو شمېر نورو سيمه ييزو ادارو رئيسانو ګډون کړی وو.

د اروزګان ولايت مرستيال والي ملا حکمت الله مزمل په خپلو خبرو کې د ياد ریاست د مخکني رئيس د ارزښتناکو خدمتونو يادونه وکړه او نوي رئيس ته يې د لا برياوو هيله وکړه.

د اروزګان ولایت د پوهنې نوی رئیس مولوي شمس الله کامران اخندزاده د افغانستان د ا.ا او د پوهنې وزارت د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په ارزګان کې به د پوهنې په برخه کې تر خپله وسه خدمت وکړي.

د بدخشان ولایت د پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال د بدخشان د څارنوالۍ له رئیس مفتي مجیب الرحمن سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو مشرانو د عدالت پر عملي کولو او د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د ښې کړنلارې پر موندلو او په دې برخه کې يې پر دوه اړخیزو مرستو ټینګار وکړ.

لغمان

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د پوهنې آمر قاري صدیق الله طارق له خپل مل پلاوي سره یو ځای د مستوره د نجونو د لېسې د اداري او تدریسي چارو د کتنې پر مهال د یادې لېسې نوې ټاکل شوی آمر یې ښوونکو او زده کوونکو ته ور وپېژندل. نوی آمر ته يې مبارکي وويله او په چارو کې يې ورته د برياليتوب هيله وکړه.

په بل خبر کې

د مهترلام ښار د خصوصي ښوونځيو دوه زده کوونکي بهير احمد او عبدالله په دې وتوانېدل چې د قران کريم د ښه تلاوت په سيالۍ کې چې د ختيځ زون د ښوونځيو په کچه ترسره شوه، لومړى او دويم مقامونه خپل کړل.

  په همدې موخه د لغمان د پوهنې ریاست مشرتابه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دوی ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره ستاینه وکړه.

د یو بل خبر له مخې

د دولت شاه ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د ګډیاله نمبر ۲ منځني ښوونځي له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د دغه ښوونځي د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه یې ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS