له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۹:۳۳
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

غور

د غور د پوهنې ریاست د مشرتابه او غړو، د ولایت مقام د استازي، د سیمه ییزو ادارو رئیسانو، دیني عالمانو، ښوونکو او د مدارسو زده کوونکو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت د جهادي مدرسې درسونه په رسمي توګه پیل شو.
د غور ولایت د اسلامي زده کړو آمر شیخ عبدالجبار ثاقب په دې غونډه کې د پوهې او علماوو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت له ټولو خلکو یې وغوښتل چې د علماوو مقام ته درناوی وکړي او خپل اولادونه وهڅوي، ترڅو عصري او دیني زده کړي وکړي.

نورستان

د نورستان پوهنې ریاست د پوهنې وزارت د طرزالعملونو په رڼا کې د نورستان ولایت ټولو اوسېدونکو ته د متوازنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې له  نوماندانو څخه د ازادې سیالۍ له لارې د ښوونکو ازموینه واخیستله.

ارزګان

د ارزګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي کامران آخندزاده او په دغه ولایت کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر استازي د ملالۍ او سرشخلي ښوونځیو څخه لیدنه وکړه، د تدریسي بهیر د ارزونې پرمهال یې د درسي وانیو د ستونزو، د څښاک او پاکو اوبو د نشتوالي ستونزې یې له نږدې وڅېړلې.
د يونيسف ادارې استازي له پوهنې آمریت څخه وغوښتل چې د يادو ښوونځيو ټولې اړتياوې په رسمي ډول وړاندې کړي، ترڅو رسیده ګي ورته وشي.

غزني

په مقر ولسوالۍ کې له احمدیه مدرسې څخه ۹ تنه فاضلان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د غزني پوهنې رئیس او مشرتابه، دیني عالمانو او د ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د غزني ولایت پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد حسیني یادو فاضلانو ته د فراغت مبارکي وویله، حافظان یې د انبیاوو ریښتیني وارثان وبلل او د دیني او عصري علومو پر زده کړې یې ټینګار وکړ.

غزني

د غزني پوهنې رياست وايي: د پوهنې ریاست د مسوولينو، ديني عالمانو او ځايي خلکو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولايت د جهادي مدرسې درسونه پيل شول.
په دې مراسمو کې د غزني پوهنې رئيس د لازمو موضوعاتو په باب د خبرو په ترڅ کې د غزني له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د زده کړې او د علم د ترلاسه کولو په موخه دې مدرسې ته واستوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS