له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز
![123](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-24_at_9.51.38_am.jpeg)
پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني، د یاد ولایت جبل السراج ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د پوهنې له مسئولینو سره د لیدنې پر مهال، د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې.
غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت آب بند ولسوالۍ ته ولاړ او د دې ولسوالۍ د نظامي او ملکي ادارو له مسئولینو سره یې د لیدنې پر مهال د پوهنې وضعیت له نیږدې وڅېړه.
نوموړي د یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي اسناد هم وڅارل او د پوهنې وضعیت پرلاښه والي یې ټینګار وکړ.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس د یاد ولایت د رخه ولسوالۍ د بي بي فاطمه الزهرا منځني ښوونځي له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رياست روغتيايي مسئولينو د یاد ولايت د ښوونځيو زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د ګوليو وېش لړۍ پيل کړه.
د پوهنې ریاست د ښوونځیو له مسئولینو وغوښتل، تر څو د زده کوونکو د روغتیايي درملو د وېش په برخه کې همکاري وکړي.
په یو بل خبر کې:
د ننګرهار پوهنې ریاست په اوبو او صابون د لاسونو نړیواله ورځ ولمانځله او د کولمو چنجیو د ټابلیټونو د وېش کمپاین یې هم پیل کړ.
د یاد ولایت پوهنې او عامې روغتیا مسئولینو د غونډې له ګډون والو سره د پاکۍ او نظافت په اړه خبرې وکړې.