له ولایتونو څخه د پوهنې فعالیتونو خبري ټولګه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۰:۵۹
123

 غزني

 د غزني ولایت پوهنې رئیس، الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د پوهنې وضعیت ارزونې او د عمریه مدرسې زده کوونکو ته د درسي موادو د وېش دڅارنې په موخه د دې ولايت ده یک ولسوالۍ ته سفر وکړ.
نوموړي د پوهنې له مسؤلینو سره د لیدنې او د ښوونیزو فعالیتونو د ښه والي په اړه د خبرو ترڅنګ، د دې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو  سره هم وکتل.

 جوزجان

 د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس، الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د ديني مدارسو له علماوو او مسئولينو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د کړنلارو  تطبيق او د تشکيلاتو د وېش په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
 د مدارسو مسئولینو د پوهنې رئیس ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې  له کړنلارې سره سم به عمل کوي.

 هرات

 د هرات ولايت د پوهنې رئيس، مولوي عبدالله اميني، د یاد ولايت د دارالعلومونو، مدارسو او دارالحفاظونو له مسئولينو سره په کتنه کې پر لازمو مسايلو لکه: د تعليمي پروګرامونو ښه والي، کړنلاروتحليل، اسلامي تعليماتو د تشکيل بيا کتنه او د افغانستان ا.ا رهبرۍ د حکمونو پلي کولو په اړه تفصيلي خبرې وکړې.  
 د پوهنې رئيس څرګنده کړه چې مدارسو او ديني بنسټونو ته پاملرنه د پوهنې ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه ده.

 لوګر

 دلوګر ولايت د پوهنې رئيس وايي: یاد ولايت د سړو سيمو دښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ آزموينې په برياليتوب سره پاى ته ورسېدې او د پوهنې وزارت له کړنلارې سره سم دزده کوونکو درسونه يوځل بيا پيل او په عادي ډول روان دي.

 سرپل

 د هېواد سړو سیمو کې د څلور نیم میاشتنيو آزموینو له پای ته رسېدو سره سم په پام کې ده، چې د سرپل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغانو څخه د کانکور آزموینه واخیستل شي.
د ياد ولايت پوهنې رياست وايي: د آزموينې اخيستلو په برخه کې بشپړ چمتووالى نيول شوى دى.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS