له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۵:۳۴
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

پروان

په پروان ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره د ۱۲۴ خیمو مرسته وکړه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني د دې ادارې له دوامداره مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: د دغو خيمو په وېشلو سره به د پروان ولايت د هغو ښوونځيو ستونزې هوارې شي، چې درسي خوني نه لري.

کندهار

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د العربیه فتح العلوم الشریعه له مدرسې څخه د یو شمېر فاضلانو او حافظانو د فراغت په مناسبت لویه غونډه جوړه شوه.
د غونډې ګډونوالو فاضلانو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ له خلکو وغوښتل، چې د هېواد د پوهنې له نظام څخه بشپړ ملاتړ وکړي.

نیمروز

د HRRAC سیمه ییز دفتر تر خپل کنترول لاندې د سواد زده کړو لپاره د ۶۷ تنو ښوونکو د استخدام په موخه د نیمروز ولایت په کنګ، چخانسور، چهار برجک او خاشرود ولسوالیو کې ازادې سیالۍ ترسره کړې.
د دې ولايت د پوهنې رئيس حاجي مولوي ګل احمد حقاني له يادې ادارې څخه مننه وکړه، چې په ولايتونو کې يې د سواد زده کړې ټولګي جوړ کړي دي.

سرپل

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر مولوي هدایت الرحمن د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ د ۵ ښوونځیو د ازموینو له بهیر او همدا رنګه له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د يادو ښوونځيو له زده کوونکو سره په ليدنه کې هغوی یې وهڅول چې په خپلو زده کړو کې لا زياتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بدخشان ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ د هزاره قدم عالي لېسې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مرسته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې ده. همدارنګه د یادې لېسې د زده‌کوونکو والدینو هم د ښوونځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت ښوونځیو ته سپورټي توکي ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند د امام ابو حنیفه انخي، عثمانیه، امام ابو حنیفه، تنګي او زرني ښوونځيو ته د والیبال، کرېکټ او رسۍ لوبو تجهیزاتو په ګډون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاځلې پرانیستل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوند شهید نېک محمد ښوونځي ودانۍ، چې د بیاجوړولو کارونه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې لخوا بشپړ شوي وو، د پوهنې رئیس، علماءکرامو او د خلکو استازو په. . .

BACK TO NEWS