له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست او د یاد ولایت وادي خصوصي پوهنتون ترمنځ، د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د یاد تفاهم لیک په بنسټ، د ښوونځیو د دولسمو ټولګیو هغه فارغان چې د لوړو زده کړو لېوالتیا ولري د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري به د خپلې غوښتنې له مخې، یاد پوهنتون ته ور وپېژندل شي.
دوی کولی شي د طب، شرعیاتو، او ښوونې او روزنې پوهنځیو کې په ځانګړي تخفیف سره، خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
غزنی
د غزني ولایت پوهنې ریاست د لید لوري پر بنسټ، د چارو د لا ښه تطبیق په موخه، مولوي عبدالقدوس د یاد ولایت د ښار پوهنې آمر په توګه وټاکل شو او د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.
بامیان
د بامیان ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د پوهنې رئیس شیخ ناظر جعفري په مشرۍ، د یاد ریاست آمرانو، مدېرانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
د یاد ولايت د پوهنې رئيس له مامورينو وغوښتل، چې خپل صورت او سیرت د اسلامي شريعت له مخې برابر او ورسپارل شوې دندې د نېکو اخلاقو او مسئوليت له مخې ترسره کړي.
کابل
د کابل ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ښار د څلورمې او لسمې ناحیې اړوندو سیمو کې، د یو شمېر ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د هېواد بچیان ټولنې ته دخدمت په موخه، په اسلامي روحیه وروزي.
لوگر
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ځانګړې غونډه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس تر څارنې لاندې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، همکارو ادارو خپل کاري راپورونه له پوهنې ریاست سره شریک کړل او د خپلو پلانونو د لاښه تطبیق لپاره یې د آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه، چې د پوهنې ریاست له لوري یې د همکارۍ ژمنه وشوه.