له کابل او کاپیسا څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۲:۵۱
چندخبرمختصر از فعالیت های  ریاست های معارف کابل و کاپیسا

 

  • کابل:

د کابل ولایت د پوهنې ریس مولوي عبدالحق حقاني او ملګرو یې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د اکاخېلو دیني مدرسې او عمریه شرعیه دارالعلوم د زده کوونکو له اداري، تدریسي او ښوونیزو چارو څخه څارنه او کتنه وکړه.

  • د یو بل خبر له مخې:

 د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د پوهنې آمر ملا شرفت الله اخندزاده د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له مسوولینو سره غونډه وکړه. نوموړي له يادو مسوولينو وغوښتل، چې په خپلو ښوونځيو کې دې د راتلونکو کلنيو ازموينو لپاره لازم چمتووالى ونيسي او د ازموينو پر مهال دې د عدالت او انصاف اصول په پام کې ونيسي.

  • همدا ډول:

د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي ایام الدین حماسي د حاجي پیک له ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

  • کاپیسا:

د کاپيسا د پوهنې رياست د ښوونې او روزنې مرستيال استاد خان اغا هارون د محمود راقی هلکانو عالي لېسې له اداري او تدريسي چارو ليدنه وکړه، زده کوونکو ته يې د علم د زده کړې او د دې لېسې مسوولينو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لارښوونې وکړې.

  • په یو بل خبر کې:

د یونیسف دفتر د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د ۶۰ ښوونځیو ښوونکو ته لس ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ. د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې مرستیال استاد خان اغا هارون د یونیسف ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له ګډونوالو وغوښتل چې د دغه سیمینار له موادو او محتوا څخه سمه ګټه پورته کړي

  • په ورته ډول:

د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مدیریت مسلکي غړو د دغه ولایت د نجراب او تګاب ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه او د دغو لابراتوارونو له استادانو سره یې د خپلو تجربو د شریکولو په ترڅ کې له هغوی څخه وغوښتل چې د زده کوونکو د ښه پوهاوي په موخه له شته امکاناتو څخه ستره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS