له یو شمیر بیرته راستانه شويو کډوالو څخه د تعليمي کچې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۴۶
له یو شمیر بیرته راستانه شويو کډوالو څخه د تعليمي کچې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت، غزني : غزني ولایت کې له یو شمیر بیرته راستانه شويو کډوالو څخه د تعليمي کچې د تثبیت آزموینه واخيستل شو.

د غزني ولایت پوهنې رياست سرپرسته او تدریسي مرستیاله بي بي رعنا نجمي، دا آزموينه د هغو ځوانانو لپاره يو ښه فرصت وباله چې د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې يې په خصوصي ډول زده‌کړې کړي.

نوموړې څرګنده کړه، د معارف لویه کورنۍ د ماشومانو او ځوانانو د تعلیم لپاره یو ښه فرصت دی او موږهڅه کوو له هرې ممکنې لارې د دې سیمې ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړو.

د یادونې وړ ده، چې له ګاونډيو هيوادونو څخه کابو ۴۵۰ تنه بیرته راستانه شويو هلکان او نجونو دې آزموینې لپاره نوم لیکنه کړې او په پام کې ده ،چې د دوو پړاونو په اوږدو کې آزموینه واخیستل شي او د بریالي شوي زده کوونکي به دولتي ښوونځيو ته ور و پیژندل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د فکري او اخلاقي اصلاح، سالمې ښوونې او روزنې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

BACK TO NEWS