نیمروز ولایت کې د ۲۸۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۲۰
jhfgjh

د نیمروز ولایت مرکز اړوند د مهاجر آباد په کلي کې د شهید عبدالله عالي لېسې د نوې ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني، د کډوالو چارو رئیس، علماءکرامو او قومي مخورو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښوونځي دغه نوې ودانۍ د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۸۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، د (۲۳۴۱) متره مربع مساحت سره په دوو پوړونو کې چې ۱۶ درسي ټولګي، ۴ اداري، لابراتوار او کمپیوټر خونې له نورو اړینو ملحقاتو سره لري، جوړه شوې ده.

د نيمروز پوهنې رئيس د ياد ښوونيز بنسټ پرانیستلو پر مهال، د پوهنې وزارت د ښوونيزو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له خلکو يې وغوښتل چې خپل اولادونه د علم او پوهې لپاره مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.

نوموړي زياته کړه، د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د سيمې د زده کوونکو ستونزې په بشپړه توګه هوارې شوې او له مسئولينو او زده کوونکو يې وغوښتل چې د خپل ښوونځي د ودانۍ او وسايلو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د سیمې خلکو د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پلانونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS