په بامیان ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو جوړولو لپاره څه د پاسه ۶.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۱
xdfgh

د باميان ولايت پوهنې مسئولين وايي، د یاد ولايت په شیبر ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو جوړېدو لپاره د خلکو له خوا څو جرېبه ځمکه مرسته شوې ده.

دا ملکیتونه ټولټال ۶،۵ جرېبه ځمکه کېږي، کوم چې؛

- ۳.۵ جرېبه د شیبر ولسوالۍ یو تن معارف دوست شخص حاجي محمد شریف لخوا د خواجه ابدال دیني مدرسې جوړولو لپاره وقف شوې ده.

- ۳ جرېبه ځمکه د همدې ولسوالۍ د اوسېدونکو ملا عبدالحکیم وارثانو له لوري د امام اعظم (رحمه الله) مدرسې جوړولو لپاره چې په امینداب کې موقعیت لري، ځانګړې شوې ده.

- او ۳ بسوې ځمکه د شیبر ولسوالی یو تن علمي شخصیت غوث الله لخوا د سرغندک منځني ښوونځي جوړولو لپاره وقف شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې پر دې سربېره د يادې ولسوالۍ د خلکو له خوا د ښوونيزو مرکزونو بيارغونې په موخه ٩٥ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

د پوهنې وزارت رهبري له پوهنیز نظام سره د هېواد د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ قدرداني کوي او د بامیان ولایت علم پروره ولس له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۴
Background image

د کابل ښار ښوونځیو ته د راستنو شویو کډوالو ۳۰۰ تنه ماشومان جذب شول

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، د راستنو شویو کډوالو له ۳۰۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۱
Background image

کابل ښار کې له یو باب ښوونځي سره د ۳۰۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د سیمه‌ییزې شورا لخوا، د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند له څرخي پله عالي لېسې زده‌کوونکو سره د۳۰۰۰ ټوکه درسي کتابونه مرسته شوې.
د کابل ښار دولسمې تعلیمي حوزې مسوولینو د سیمې د خلکو له دې. . .

BACK TO NEWS