په بدخشان کې د وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه
د بدخشان ولایت د ښاري پوهنې آمریت اړوندو ښوونځیو۲۴۲ تنو آمرینو، سرښوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، د دغه ورکشاپ موخه د ښوونیزو مرکزونو د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تدریس او زدهکړې کیفیت ښه کول او د ښوونځیو او شوراګانو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا ده.
همداراز، د مدرسینو د مسلکي وړتیا لوړولو، د تدریسي طریقو ښه کولو او د دیني مدارسو د ښوونیز بهیر د کیفیت پیاوړتیا په موخه، د وردوج ولسوالۍ د ۳۲ دیني مدارسو مسوولینو او مدرسینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار هم جوړ شوی دی.
