په بغلان کې ښوونکو او مدرسینو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه
د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ اړوند مدارسو او ښوونځيو ۱۰۰ تنو ښوونکو او مدرسینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په دغه برنامه کې د مدرسینو او ښوونکو لپاره د مسلکي پوهې لوړولو، د تدریسي مهارتونو پیاوړتیا، د ښوونیزو میتودونو ښهوالي او د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.
