په بهر کې د افغان کډوالو د اتحادیې استازو د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۲۴
333

په اروپا کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

په پیل کې د یاد پلاوي استازو، د پوهنې له ترسره شویو پرمختګونو او د هېواد بچیانو لپاره د دیني او عصري علومو په برخه کې د ښوونیزو او روزنیزو آسانتیاوو په برابرولو د خوښۍ ترڅنګ، د ښوونيز او روزنيز بهير په تړاو تفصيلي خبرې وکړې.

په ياده کتنه کې راغلي پلاوي د هېواد د پوهنيز نظام د لاښه والي په اړه یو لړ نظریات او وړاندیزونه د پوهنې وزارت مشرتابه ته وړاندې کړل، چې د ياد وزارت د سرپرست له خوا په لېوالتیا سره واورېدل شول.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د ياد وزارت د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه یې راغلي پلاوي ته معلومات وړاندې کړل، چې د دوی له لوري یې هرکلی وشو.

همدارنګه نوموړي د ښوونيز نظام په تړاو د افغان پلاوي وړاندیزونه اغېزمن وګڼل او د هغوی ملي احساس یې وستایه.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۳:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده، چې د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت مشرتابه پلاوي او مسئولینو، د افغانستان اسلامي ا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۳:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د صنفي اصولو زده کونکو ته د ښوونیزو موادو وېش لړۍ پیل شوه

د هرات ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې د یادو ولایت د صنفي اصولو د ښوونځیو زده کونکو ته، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۱۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو کڅوړو وېش لړۍ پیل شوه.

پورت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS