په جوزجان ولايت کې د يو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۲:۴۰
یس

د جوزجان ولایت شبرغان ښار اړوند په یماق تنکه کلي کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ، د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسئولینو، د یاد ولایت د والي قاري ګل حیدر شفق او یو شمېر علماوو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولايت پوهنې رئيس د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى د یو تن علم پروره شخصیت په مالي ملاتړ، د ٢٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوى، چې ۸ درسي، ۲ اداري خونې لري او په یو وخت کې د ٤٠٠ تنو زده کوونکو ظرفيت لري.

د سيمې اوسېدونکو د ياد ښوونځي له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې په برخه کې يې د خپلو مادي او معنوي مرستو ډاډ ورکړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیزنظام سره د خلکو د دوامداره ملاتړ له امله مننه کوي او له ملي سوداګرو څخه غواړي چې د دغه وزارت د پوهنې د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS