په جوزجان کې د یو شمېر ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۸
fgyu

د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حزب‌الله مبشر په وینا، د شبرغان ښار او د دغه ولایت په ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې چارې د ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت پیل شوې، چې لګښتونه یې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه تمویلېږي.
په دغو ښوونځیو کې د درزاب ولسوالۍ بتو لېسه، د فیض‌آباد ولسوالۍ نصرت‌آباد لېسه، د منګجک ولسوالۍ هارون اول لېسه، د شبرغان ښار اوره مست منځنی ښوونځی، د آقچې ولسوالۍ کمک منصور منځنی ښوونځی او د خم‌آب ولسوالۍ بوزاریغ لومړنی ښوونځی شامل دی.
د یادو ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې چارې به د ښوونیز چاپېریال په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS