په خوست کې د شپز غوره ښوونځیو آمران وستایل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۳:۳۵
په خوست کې د شپز غوره ښوونځیو آمران وستایل شول

پوهنې وزارت_خوست: د جمهوري ریاست د چارو د لوي ادارې له لوري خوست کې شپږ غوره ښوونځي وستایل شول
په همدې مناسبت د خوست پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې په جوړ شویو مراسمو کې پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، چې ډېر خوښ دی چې په معارف کې د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کېږي ده زیاته کړه دا شپږ خصوصي او دولتي ښوونځي د نهو پوهنیزو معیارونو پراساس چې دغه مکاتب ورته رسېدلې دي، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې له لوري تقدیر کېږي. چې له دغې جملې څخه نن د الفتح، څړبن او او د نوراقرا لېسې ستایل کېږي.
پوهنې رئیس ژمنه وکړه چې دا لړۍ به جریان پیدا کوي ټول د ښوونځیو هغه امرین او ښوونکي چې خپلې دندې یې په سم ډول سرته رسولې دي د پوهنې ریاست له لوري به تقدیر شي.
د تقدیر شویو ښوونځیو د امرینو په استازیتوب د څړبن لېسې مدیر شیرنواز درنښت خبرې وکړې، ده په خپلو خبرو کې وویل، د سیمې د خلکو ، د زده کوونکو والدینو او د ښوونکو دوامداره همکاریو له وجې نن دغه لېسه په غوره ښوونځیو کې حسابیږي، ژمنه یې وکړه چې هڅه به کوي تر دې هم خپل خدمات بهتره کوي.
د ولسونو په استازیتوب، نومتو لیکوال ګل شریف هڅاند خبرې وکړې ده په خپلو برخو کې د خوست په معارف کې وروستي پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه(( ما د خوست معارف د تاریخ کتاب لیکلی دی، تر بل وخت معارف اوس په هره برخه کې د پرمختګ په حال کې دی.
د مراسمو په وروستۍ برخه غوره شویو ښوونځیو ته ستاینلیکونه ورکړل شول. د یادونې وړ ده چې د ټول هېواد په کچه د سلو غوره ښوونځیو څخه شپږ یې په خوست ولایت کې ستایل کېږي، چې له جملې یې نن درې ښوونځي نن وستایل شول او پاتې نورو ته به دغه ستاینلیکونه په خپلو ښوونځیو کې د ځانګړې مراسمو په ترڅ کې ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS