په خوست کې له ۸۱ تنه راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
په خوست ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ځانګړې ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۸۱ تنو زدهکوونکو ګډون کړی و، چې د ازموینې له پایلې وروسته به هغوی د خپلو زدهکړو د دوام په موخه د اړوندو ښوونیزو مرکزونو له اووم څخه تر یوولسم ټولګیو کې شامل شي.
