په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۱
21251

د دایکنډي ولایت په کیتی ولسوالۍ کې د فاطمیه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ  بنسټ ډبره په داسې یوه ځمکه کې کېښودل شوه، چې مساحت یې ۲ زره متره مربع دی. 
د یادې پروژې ټول لګښت څه د پاسه یو مېلیون افغانۍ راغلی دی، چې د خلکو له مالي مرستو تمویل شوی او په مراسمو کې یې د پوهنې مسئولینو هم ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي، د خلکو د همکارۍ او معارف دوستۍ له روحيې څخه مننه وکړه او وویل: «تر دې مخکې دغه ښوونځي د ښوونې او روزنې لپاره مناسب ځای نه درلود، خو له نېکه‌مرغه اوس د خلکو د ارادې او همکاریو په مرسته به د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره دغه ودانۍ جوړه شي، چې شاوخوا سل زده‌کوونکي به د تعلیمي ځای د نشتوالي له ستونزې څخه خلاص شي.»

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS