په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د دایکنډي ولایت په کیتی ولسوالۍ کې د فاطمیه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره په داسې یوه ځمکه کې کېښودل شوه، چې مساحت یې ۲ زره متره مربع دی.
د یادې پروژې ټول لګښت څه د پاسه یو مېلیون افغانۍ راغلی دی، چې د خلکو له مالي مرستو تمویل شوی او په مراسمو کې یې د پوهنې مسئولینو هم ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي، د خلکو د همکارۍ او معارف دوستۍ له روحيې څخه مننه وکړه او وویل: «تر دې مخکې دغه ښوونځي د ښوونې او روزنې لپاره مناسب ځای نه درلود، خو له نېکهمرغه اوس د خلکو د ارادې او همکاریو په مرسته به د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره دغه ودانۍ جوړه شي، چې شاوخوا سل زدهکوونکي به د تعلیمي ځای د نشتوالي له ستونزې څخه خلاص شي.»
