په راتلونکي کال کې به په لوګر کې له ۲۷ زرو ډېر نوي ماشومان ښوونځیو ته ولاړ شي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۳:۴۸
په راتلونکي کال کې به په لوګر کې له ۲۷ زرو ډېر نوي ماشومان ښوونځیو ته ولاړ شي

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت په ۲۷۳ ښوونځیو کې به په راتلونکي ۱۳۹۹ ښوونیز کال کې له ۲۷ زرو څخه ډېر نوي زده کوونکي جذب شي.
یاد ماشومان، چې د ښوونځي عمر برابر دي د یاد ښوونیز کال له پیلېدو مخکې به په ښوونځیو کي شامل شي.
د نوموړو ماشومانو له ډلې به ۱۴۹۶۸ تنه هلکان او ۱۲۳۴۴ تنه نجونې وي، چې ټول ۲۷۳۱۲ تنه زده کوونکي کېږي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي، چې ډېر ژر به په ښوونځیو کې د نوېو زده کوونکو د شاملولو پروسه پیل کړي.
د پوهنې سرپرست رئیس له ټولو پلرونو او میندو غوښتنه وکړه، چې د ښوونځي عمر برابر خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
د یادونې وړده، چې د لوګر په ښوونځیو کې په ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې د ۷۲۲۰ نجونو په ګډون ۲۰۳۰۰ زده کوونکي جذب شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS