په زابل کې د مسلکي وړتیا لوړونې د ۱۹ ورځنۍ برنامې دویمه لړۍ پای ته ورسېده
د زابل ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو او د مرکز قلات ښار پوهنې آمریت اړوند د لېسو، منځنیو او لومړنیو ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او اداري کارکوونکو لپاره د اداري وړتیا لوړونې د ۱۹ ورځنۍ روزنیزې برنامې دویمه لړۍ د ۹۷ تنو ګډونوالو په ګډون پای ته ورسېده.
د یادې برنامې د پای په مراسمو کې د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې او د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د کاري چارو اغېزمن ترسره کول یې د پوهنیز نظام د پرمختګ لپاره مهم وبلل.
د مراسمو په پای کې د برنامې ګډونوالو ته تصدیقپاڼې هم ووېشل شوې.
