په سوېل ختیز زون کې د اغېزمنې زدهکړې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اولګل ایوبي او د پکتیا، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو پوهنې مسوولینو په حضور کې، د یادو ولایتونو د تدریسي آمرینو، سواد زدهکړې د مسلکي غړو او د ښوونځیو د تعلیمي شوراګانو ۸۰ تنو استازو ته د «اغېزمنې زدهکړې» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
په دې مراسمو کې د ښوونیزنصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس د برنامې د محتوا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې ګډونوال باید په ټاکل شویو ورځو کې پر وخت په روزنیزه برنامه کې ګډون وکړي او ترلاسه شوې پوهه او زدهکړي مهارتونه په خپلو کاري چارو کې پلي کړي.
