په غزني ولایت کې د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۴۳
14

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په اصغر خېل کلي کې د يو باب دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د ياد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو وویل: د رحيميه ديني مدرسه په يو جرېب ځمکه کې د مقر ولسوالۍ د پوهنې د يو تن مينه وال له لوري کېښودل شوه.

دغه دراز هغوی زياته کړه، چې دغه ديني مدرسه ۴ درسي ټولګي او يوه اداري خونه لري، چې د ۵ مېليونه افغانيو په لګښت سره به د خلکو په مالي ملاتړ جوړه شي.

ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونيز نظام سره د خلکو د مرستو له امله مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په سرپل ولایت کې د ۱۵ بابه ښوونځيو لپاره شین چاپېریال رامنځته شو

د پوهنې وزارت له لوري د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ٢١ زره امريکايي ډالرو په لګښت، د سرپل ولايت په ١٥ بابه ښوونځيو کې شین چاپېریال رامنځته او د زده کوونکو لپاره ګټې اخستنې ته چمتو شو.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو او جامعاتو ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو او جامعاتو ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د کتنې په ترڅ کې، د عالیه او عالمیه مدارسو د تدریس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو باب ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، علماء کرامو، قومي مخور او د همکارو بنسټونو د استازو په ګډون، د یاد ولایت چک ولسوالۍ اړوند ( د بي بي هاجرې «رضی الله عنها» ) د نجونو ښوونځي. . .

BACK TO NEWS