په غور ولایت کې نوې درسي خونې جوړې او د سیمه ییزو زده‌کړو ۸۱ بابه ټولګي تاسیس شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۴۱
555

پوهنې وزارت د غور ولایت د ۲۳۰۵  تنو له ښوونځيو بهر ماشومانو ته د باکیفیته زده‌کړو او روزنې په موخه، د یوې تعلیمي همکارې ادارې په ملاتړ  ۸۱ بابه سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.
همدارنګه د یاد ولایت په مرکز، لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د سیاه سنګ شکري منځني ښوونځي، جواد الائمه پشیند نوغجور لومړني ښوونځي، کرامان، تګاب سعید او کجکي جوی عالي لېسو لپاره، د نویو درسي خونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو څاګانې کیندل او ترمیم د پوهنې له بودیجې او همکارو ادارو له مرستې څخه د ۶۸۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت ترسره شوي دي.
پوهنې وزارت د تعلیمي ملاتړ کوونکو ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS