په لوګر ولایت کې ۵۱ زره زدهکوونکو ته د نشهيي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د پوهنې وزارت له لوري د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د لوګر ولایت په ۹۲ ښوونځیو کې ۵۱ زره زدهکوونکو ته د نشهيي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي برنامې جوړې شوې دي.
د یادو برنامو په لړ کې زدهکوونکو ته د نشهيي توکو د روغتیايي زیانونو او ناوړه پایلو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شوي او ټینګار شوی، چې زدهکوونکي باید خپل ځانونه او کورنۍ د دغې ناوړه پدیدې له تاوانونو څخه په جدي توګه خوندي وساتي.
