په لوګر کې د ۳ دارالأیتامونو له ۱۳۶ یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۹:۲۲
په لوګر کې د ۳ دارالأیتامونو له ۱۳۶ یتیمو زده کوونکو سره مرسته وشوه

په لوګر ولایت کې د ۳ دارالأیتامونو له ۱۳۶ یتیمو زده کوونکو سره د درسي توکو،خولیو، کورتیو،بوټانو او جورابو مرسته وشوه.

د یادې مرستې د وېشلو په مراسمو کې، چې د محمدي دارالعلوم په انګړ کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز،د مالي او اداري چارو مرستیال محمد عارف معاذ، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي، د اومه خیریه بنسټ استازو اقبال روات او محمد ادریس برخه اخیستې وه. 

دا مرسته د پوهنې ریاست په هلو ځلو، د اومه په نوم یوه خیریه بنسټ له خوا وشوه، چې شااوخوا ۲۷۲ زره افغانۍ ارزښت لري. 

په دې مرسته کې، هر یتیم زده کوونکي ته د کتابونو یو بیک، ۶ ټوکه کتابچې، ۱۲ قلمونه، ۱۲ پنسلونه، یو پرکال، ۳ پنسل تراشونه، ۳ پنسل پاکونه، یو خط کش، یوه کورتۍ، یوه خولۍ، یوه جوړه جورابې او یوه جوړه بوټ ورکړل شول. 

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز د یادې مرستې د وېش پر مهال د اومه خیریه بنسټ له دې مرستې مننه او د دوام غوښتنه یې وکړه. 

هاخوا د یاد خیریه بنسټ استازو ژمنه وکړه، چې دوی په راتلونکي کې د پاتې دارالأیتامونو له یتیمو زده کوونکو سره دا ډول نورې مرستې هم کوي. 


هغوى زياته کړه، چې ټوله اسلامي نړۍ د يتيمانو په روزنه او پالنه کې مسٶل دي او بايد په  اسلامي مسٶليت سره خپله دا مهمه دنده سرته ورسوي او هم دوى د افغانستان له مسلمان ملت څخه خپل ملاتړ څرګند  کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS