په لوګر کې ۶۷ ښوونکو د ظرفيت لوړونې روزنه تر لاسه کړه
د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې ۶۷ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې له لنډ مهاله روزنيز ورکشاپ څخه فارغ شول.
د ښوونکو د وړتيا لوړونې ياد څوارلس ورځنی ورکشاپ د پوهنې رياست په هڅو د (دوان) مٶسسې په مرسته جوړ شوی و.
په روزل شويو ښوونکو کې ۴۸ نارينه او ۱۹ ښځينه دي، چې ټول د چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو نوي ګومارل شوي ښوونکي دي.
د يادې روزنې موخه ، د ښوونکو د وړتياوو او دغه راز د چټکو زده کړو او په سيمه ييزو ټولګيو کې د تدريس کيفيت لوړول دي.
