په میدان وردګ ولایت کې د ښوونځیو د ښوونکو او مدیرانو مسلکي وړتیا لوړولو لپاره «د عملي درسونو څارنې پروګرام »دوام لري

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۷
21

د "کوچنګ" پروګرام، چې په ټولګیو کې د ښوونکو د تدریس څارنه او مشاهده کول پکې شامل دي، د میدان وردګ ولایت په ناصریان او حضرت علي ښوونځيو کې "د مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره «د ساعتوار، کلني او مسلکي پراختیا پلانونو چمتو کولو او تنظیمولو" تر سرلیک لاندې ترسره شو.

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت د پورته پروګرام د موخې په تړاو وویل:

یاد پروګرامونه د مدیرانو او ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د تدریسي مېتودونو د روشونو ترویج، د تدریسي او اداري ننګونو حل او همدارنګه د ښوونکو لپاره د ساعتوار، کلني او مسلکي پراختیا پلانونو چمتو کولو او تنظیم په موخه طرحه او پلي شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې په ښوونځیو کې رامنځته شوي تعلیمي فرصتونه د تجربو تبادلې، د ګډو ستونزو حل کولو او د زده‌کړې کیفیت لاښه کولو لپاره چمتو شوي دي.

د هغه په ​​وینا، په پلان جوړونې کې د نویو مېتودونو کارول او د ښوونکو مسلکي ودې ته پاملرنه د میدان وردګ ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کړې کیفیت لاښه والي په لور یو مهم ګام دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱/۲ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/۷هـ.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، چنګاښ میاشتې له ۷ مې تر ۱۲ مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د پکتیا ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د اروزګان ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

د اروزګان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر. . .

BACK TO NEWS