په میدان وردګ ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره ۱۲ جرېبه ځمکه وقف شوه

د میدان وردګ ولایت، چک ولسوالۍ اړوند مانجر باباخېل او بوستان باباخېل کلیو علم پروره اوسېدونکو ۱۲،۰۷۱ جرېبه ځمکه، چې د آبکزار لېسې تر څنګ موقعیت لري، د نويو درسي خونو جوړولو لپاره دغې لېسې ته وقف کړه.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، په پلان کې ده چې دغه ځمکه د پورته ذکر شوې لېسې لپاره د درسي خونو او شنه چاپېریال جوړولو لپاره وکارول شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د میدان وردګ ولایت علم پروره خلکو، په ځانګړې توګه د پورته ذکر شویو کلیو د اوسېدونکو له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.