په میدان وردګ ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۳:۵۳
iii

د میدان وردګ ولایت په جلرېز، سید آباد او بهسودو ولسوالیو کې، نن د یو شمېر ښوونځیو د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې.

په يادو پروژو کې د ښوونځيو بيارغونه، احاطوي دېوالونه، د یو باب دارالاېتام جوړول، د څښاک پاکو اوبو سیسټم غځول او نور اړین ملحقات شامل دي.

د دغو پروژو ټولییز لګښت ٥،٢ ميليونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې مینه والو او همکارو بنسټونو له لوري ورکول کېږي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت وویل، چې د پوهنې ریاست مشرتابه د نویو ښوونیزو بنسټونو د جوړولو، بیارغونې او د هېواد بچیانو د زده کړو په برخه د آسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

همدارنګه د سیدآباد ولسوالۍ یو تن معارف دوست شخصیت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو لپاره ۳۳ تنه ښوونکي وګمارل او د هغوی د معاشونو د ورکړې مسئولیت یې په خپله غاړه واخیست.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د سیدآباد ولسوالۍ د پوهنې مینه والو له مرستې او ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS