په میدان وردګ ولایت کې له څو بابه ښوونځیو سره څه د پاسه ۳۱۲ زره افغانۍ مرسته وشوه
د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوندو بېلابېلو سیمو علمپروره خلکو د ښوونیز بهیر پیاوړتیا، د ښوونځیو د ودانیو جوړولو، د زدهکوونکو د ملاتړ او د تعلیمي چاپېریال ښه والي په موخه د ۳۱۲ زره او ۲۰ افغانیو په ارزښت نغدي او غیرنغدي مرستې کړې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني له مرستو هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دغو مرستو کې د یوه لومړني ښوونځي د ۴۰۰ تنو زدهکوونکو لپاره د ۱۶۰ زره افغانیو په ارزښت د جامو وېش، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې د زیانمنو شویو برخو بیارغونې لپاره ۲۸ زره افغانۍ نغدي مرسته، د باغک عالي لېسې د چاپېریال د ښکلا، ترمیم او د غوره تعلیمي فضا رامنځته کولو لپاره ۹۴ زره او ۲۰ افغانۍ مرسته او همدارنګه د همدې لېسې د اوبو رسولو پروژې بشپړولو لپاره د ۳۰ زره افغانیو مالي ژمنه شامله ده.
