په میدان وردګ ولایت کې له څو بابه ښوونځیو سره څه د پاسه ۳۱۲ زره افغانۍ مرسته وشوه

media-moe
Thu, Jun 25 2026 11:36 AM
طزظطز

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوندو بېلابېلو سیمو علم‌پروره خلکو د ښوونیز بهیر پیاوړتیا، د ښوونځیو د ودانیو جوړولو، د زده‌کوونکو د ملاتړ او د تعلیمي چاپېریال ښه والي په موخه د ۳۱۲ زره او ۲۰ افغانیو په ارزښت نغدي او غیرنغدي مرستې کړې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني له مرستو هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دغو مرستو کې د یوه لومړني ښوونځي د ۴۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د ۱۶۰ زره افغانیو په ارزښت د جامو وېش، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې د زیانمنو شویو برخو بیارغونې لپاره ۲۸ زره افغانۍ نغدي مرسته، د باغک عالي لېسې د چاپېریال د ښکلا، ترمیم او د غوره تعلیمي فضا رامنځته کولو لپاره ۹۴ زره او ۲۰ افغانۍ مرسته او همدارنګه د همدې لېسې د اوبو رسولو پروژې بشپړولو لپاره د ۳۰ زره افغانیو مالي ژمنه شامله ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS